خبرپاڼې
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۶ طالبان ووژل شول, ۱۳۵ ټپيان شول او ۱ تن ونیول شو
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۲۶ طالبان ووژل شول ۱۳۵ ټپیان او ۱ تن ونیول شو.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
کندهار کې ۳۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ, دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت مرکز او ژیړۍ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
هرات کې ۵۲ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ, دفاعي, امنیتي او کومانډو ځواکونو او ولسي پاڅون کونکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هرات ولایت ګذرې, کرخ او سیاوشان ولسوالیو اړوندو سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
هرات کې د هوایي برېدونو په ترڅ کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ, هوایي ځواکونو د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپيان شول.
هلمند کې طالبانو د سرې قطعې مرستیال په ګډون ۱۷ ترهګر ووژل شول
نن له غرمې مخکې، هوایي ځواکونو د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند "عینک" سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
جوزجان کې د طالبانو پوځي مسؤل ووژل شو
د جوزجان ولایت له پاره د طالبانو پوځي مسؤل چې څو ورځې مخکې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د برېدونو په پایله کې ټپي شوی وو, نن ووژل شو.
پکتیا کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۱ تنه نور ټپيان شول.
فاریاب کې د ۲۳ ترهګرو طالبانو وژل کیدل
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د فاریاب ولایت پشتونکوټ ولسوالۍ "پشه خانه" سیمه کې او لمار ولسوالۍ مرکز کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
جوزجان کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۳۷ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د جوزجان او سرپل ولایتونو اوږدې غځېدلې لاره کې ترهګر طالبان په نښه کړل.