په کونړ ولایت کې د ۱۶ میله وسلو د قاچاق مخه ونيول شوه

s.mohmand

 د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشفي راپورونو پر اساس د کونړ ولايت اړوند سرحدي سيمه کې د ۱۶ میله وسلو د قاچاق مخه ونیول شوه.

 په دغو وسلو کې (۹) ميله ام ۱۶، (۴) ميله کلاشينکوف او (۳) قبضې لاسي تومانچې شاملې وي چې له هیواد څخه قاچاق کیدلې.