د سرپل په بلخاب کې د مخدره توکو د پروسس يوه لويه کار خونه کشف او له منځه یوړل شوه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو مجاهدينو د هدفمندو عملياتو په ترڅ کې د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ په للندر کلي کې، چې د مخدره توکو (شيشې) د پروسس يوې لويې کارخونې له کلونو راهيسې فعاليت درلود، کشف او له منځه یوړله.

په دغه عملياتو کې۱۰ بيرله شيشه، ۳ بېلابېل ډوله موټر، ۱ چره يې ټوپک او د مخدره توکو د پروسس يو شمېر وسايل هم د دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

همدا راز د کارخونې ۳ تنه مالکان د ۱۲ تنو همکارانو سره ونيول شول او د لا زياتو څيړنو له پاره اړوندو ارګانونو وسپارل شول.