د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو دريمې پلې لوا لومړي کنډک څخه ۶۰ تنه مجاهدین فارغ شول
دملي دفاع وزارت ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو، دريمې پلې لوا لومړي کنډک(۶۰) تنه مجاهدین د نظامي او مسلکي زده کړو څخه ، ديوې غونډي په ترڅ کې فارغ شول.
دغه غونډه چې د مجاهدینو د فراغت په ویاړ جوړه شوې وه، پکې د دريمې پلې لوا قومندان مولوي محمد "نظامي" ، د لوا درستيزوال ملا فقير "حماد"، مسؤلينو او منسوبينو ګډون کړی وو، ويناوالو فارغين خپلو مسؤلیتونو ته وهڅول او هغوی ته يې سپارښتنه وکړه، چې د هېواد د سوکالۍ لپاره به ورسپارل شوی مسؤليت په ښه توګه تر سره کوي.
د غونډې په پای کې د فارغ شويو مجاهدینو له لوري نمايشي حرکتونه او مانورونه هم نندارې ته وړاندې شول.