خبرپاڼې
پکتیکا کې د ۱۷ ترهګرو طالبانو وژل کیدل
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ "تودې چینې" او "فقیر قلا" اړوند سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۱ طالبان ووژل شول او۱۴۳ ټپيان شوي
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۷۱ طالبان ووژل شول او ۱۴۳ نور ټپیان شوي.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
پکتیا کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۸ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د پکتیا ولایت مرکز "سروري، چوني او شیخان" اړوند سیمو کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
کاپیسا کې ۱۱ ترهګرو طالبانو د مرګ ژوبلې اوښتل
تېره ورځ، هوايي ځواک د کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ توغک اړوند سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
زابل کې ۳۰ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د زابل ولایت مرکز "دمه کلاچه، شېرمحمد کلاچه، عبدالرحمن کلاچه او کرین شیله" اړوند سیمو کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
پکتیکا کې د ۳ ترهګرو طالبانو نیول کیدل
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو پکتیکا ولایت خېر کوټ ولسوالۍ "پاینده خېلو" کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
هلمند کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۴۶ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت لښکرګاه ښار" قلعه مختار، بولان او سورګدر" اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
فاریاب کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول
نن له غرمې مخکې، هوايي ځواکونو د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ اړوند «قره تنه» سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۹ ترهګر طالبان ووژل شول.
لغمان کې د ۳ ترهګریزو پېښو مخه ونیول شوه
تېره ورځ، ترهګرو طالبانو د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ “ چینچار” پله اړوند سیمه کې د ملکي او پوځي کسانو د وژلو په موخه ۳ کړۍ ماینونه ځای پرځای کړي وو.