خبرپاڼې
هرات کې هوايي برېد کې ۶۶ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو دهرات ولایت مرکز "پل مالانه" او انجیل ولسوالۍ" ریزشک" اړوند سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۶۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.
هلمند کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۵۱ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ، ګډو عملیاتو په لړ کې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
جوزجان کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۳۷ ترهګر طالبان ووژل شول
نن له غرمې مخکې، هوايي ځواکونو د جوزجان ولایت مرکز اړوند ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۳۷ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۴ تنه ټپيان شول.
هرات کې هوایي برېد کې ۲۹ ترهګر طالبان ووژل شول
نن له غرمې مخکې، هوایي ځواکونو د هرات ولایت مرکز اړوند سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۹ ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۹ نور ټپيان شول.
بلخ کې طالب ترهګرو د جلب او جذب مسؤل د دوه حرفوي ماین جوړونکو سره ونیول شو
نن سهار دفاعي, امنیتي او کومانډو ځواکونو د بلخ ولایت کلدارې ولسوالۍ اړوند چاڼیز عملیات تر سره کړل.
غزني کې د ۱۲ ترهګرو طالبانو مرګ ژوبله
نن دفاعي او امنیتي ځواکونو، د غزني ولایت مرکز "نو اباد" اړوند سیمه کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۵ ترهګر طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.
پکتیا کې د ۵ ترهګرو طالبانو وژل کیدل
تیره شپه، دفاعي او ځواکونو دګډو عملیاتو په ترڅ کې پکتیا ولایت د "سیدکرم ولسوالۍ" اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
په پایله کې ۵ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳ یې ټپیان شوي.
بدخشان کې د ۲ چیچیني ترهګرو او طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۲۱ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍ اړوند د ترهګرو طالبانو تجمعات په نښه کړل.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱ طالبان ووژل شول ۶۲ ټپیان او ۵ ونیول شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۳۱ طالبان ووژل شول ۶۲ ټپیان او ۵ ونیول شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.