۳۱۳ مرکزي قول اردو د دويمې لوا څخه ۲۸ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د دويمې لوا له ښوونيز مرکز څخه ٢٨ تنه مجاهدين د مسلکي او نظامي زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
يادو مجاهدینو د مخابرې او مسلکي ماین پاکولو په برخه کې عملي او نظري زده کړې تر سره کړې.
په همدې مناسبت ياده غونډه د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د دويمې لوا په تالار کې جوړه شوې وه، په دغه غونډه کې يو شمېر چارواکو او مسوولينو ګډون کړی وو، چارواکو مجاهدينو ته د خپلو دندو او اسلامي مسوولیتونو په ښه تر سره کيدو ټينګار وکړ٠