خبرپاڼې
د ۲۱۷عمري قول اردو لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۱۷عمري قول اردو لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان مولوي امان الدين “منصور” د مسلحو ځواکونو
د ملي دفاع وزارت د عقیدتي او فرهنګي ریاست له لوري دویمه دوره سیمینار پیل شو
ملي دفاع وزارت کې د ظرفیت لوړولو په موخه شپږ ورځنی سيمينار پيل شو، په دغه سيمينار کې د سیمیزو قطعاتو او جزوتامونو د عقیدتي او امربالمعروف ۳۰۰ تنه مسؤلینو ګډون درلود.
د ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیم په هلمند ولایت کې دوه تنه ماشومان وژغورل
تېره شپه او نن سهار د هلمند ولايت په مارجې او سنګين ولسواليو کې په دوو ورته پېښو کې دوه ماشومان (يو هلک او يوه نجلۍ) په ژورو څاګانو کې لوېدلي وو، د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له لوري وژغورل شول.
په ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو کې ۲۷ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو دوهمې پلې لوا په قرارګاه کې د توپچي له دوه میاشتني مسلکي زده کړو څخه ۲۷ تنه مجاهدین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ فارغ شول.
په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې ۶۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند په سرحدي لوا کې ۶۰ تنه مجاهدین له نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د لوژستیک په لویه قوماندانۍ کې ۸۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملی دفاع وزارت اړوند د لوژستیک په لویه قوماندانۍ کې ۸۰ تنه مجاهدین د لوژستیکي له زده کړو څخه فارغ شول.
د ځانګړو ځواکونو په فرقه کې په زرګونو میله وسلې ترمیم شوې
د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو د فرقی مجاهدینو په خپلو هڅو سره ۲۰۰۵ میله بېلابېل ډول ثقیله او خفیفه وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له ښوونيز مرکز څخه (۱۵۰) تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۱خالد بن وليد (رض) قول اردو له ښوونيز مرکز څخه (۱۵۰) تنه مجاهدین د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په برياليتوب سره فارغ شول؛ دغه مراسمو کې د نوموړې قول اردو درستيزوال حافظ انځر ګل “عبدالله” او د
په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۸۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د دریمې ابوُدجانه پلې لوا د حضرت سعد بن ابي وقاص “رض” له ښوونیز مرکز څخه ۸۰ تنه مجاهدین له نظامي، عقیدوي او فکري زده کړو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.