د ۲۱۵ عزم قول اردو د شوراب له ښوونیز مرکز څخه ۶۵۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت ستر درستيز په پرلپسې هڅو او په خاصه توګه د ملي اسلامي اردو د مسلکي کولو په موخه تیره ورځ ۶۵۲ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنیو عقيدوي، مسلکي او نظامي زده کړو وروسته د ۲۱۵ عزم قول اردو د شوراب له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول.

په دغه مراسمو کې استادانو او مسؤلينو د فارغانو د مسوليتونو او نورو موضوعاتو او د هغوی د زړورتیا د يادولو ترڅنګ زياته کړه: نن چې د شريعت تطبیق، د ملي اسلامي اردو تشکيل چې د مسلمانو ځوانانو څخه جوړ ده او اسلامي نظام چې په مکمل ډول هېواد کې برقرار دی او مونږ يي شاهدان يو، ستاسو د ټولو د قربانيو ثمره ده. د مراسمو په جریان کې فارغانو د مسؤلينو په حضور کې د هیوادوالو څخه د دفاع لپاره او خپلې وړتیا ښودلو سره نظامي نمايشات او مانورونه ترسره کړل.

دغه مراسم فارغانو ته د تصديق نامو په ورکولو سره پای ته ورسيدل.