د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۶۷ تنه ځوان منسوبين څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(۶۷) تنه ځوان منسوبين د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د دوه مسلکي ښوونځيو له بیلابیلو څانګو څخه نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په دې غونډه کې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله «مدني» ، د زده کړو مرستیال مفتي محمد اسلم «حقاني» د ښوونځیو قوماندانانو او ګن شمیر مسؤلینو ، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود .
مسؤلینو فارغ شوي منسوبين خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه:چې د مشرانو له اوامرو څخه په بشپړه توګه اطاعت وکړئ؛ او له یادو فارغانو څخه یې وغوښتل چې ترلاسه کړې مسلکي زده کړې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړې ،ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام څخه د ساتنې او دفاع په پار د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالي وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.