د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۳۵۰ تنه منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۹ عمر ثالث فرقې څخه د جزوتامونو او قطعاتو ۳۵۰ تنه منسوبین د عقيدتي، مسلکي او نظامي تعليماتو د درې مياشتنی دورې له پوره کولو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان او د بدخشان ولایت سیمه ییزو او نظامي مسؤولینو او نورو مجاهدینو ګډون کړی وو، فارغ شول.
په دغه مراسمو کې ويناوالو نظامي تعليم يوه مهمه موضوع وبلله او په هېواد کې يې د يووالي ټينګښت د اسلامي نظام د بقا ضمانت وباله.
ددې ترڅنګ فارغانو خپل مانورونه، علمي نمايشات وړتیا او مهارتونه وښودل او په اخر کې د مسؤلينو له لورې ستاينليکونه هم ترلاسه کړل.
د يادونې وړ چې دا په تير يو کال کې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له تعليمي مرکز څخه د منسوبينو د فراغت څلورمه دوره ده.