د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت اړوند د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۵ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاد مراسم چې د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې دایر شوي وو د ښوونې او روزنې رئیس الحاج عبدالجبار صدیقي په ګډون ګڼ شمیر مسؤلینو پکې ګډون کړی وو.

مسؤلینو یادو فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې نظامي زده کړې باید د خپلې خاورې د استقلالیت او ساتلو لپاره تر سره شي.

همدا راز یادو فارغانو ژمنه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې به د ولس او هیواد څخه دفاع کوي، غونډه د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.