په ۲۱۵ عزم قول اردو کې ۲۰ عرادې بیلابیل ډول وسایط ترمیم شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۵ عزم قول اردو د تخنيک او اسلحې مديريت په حمایه لوژستيکي کنډک کې د مسلکي او تخنیکي پرسونل په دوامداره هڅو ګڼ شمېر بیلابیل ډول وسایط ترمیم شول.
په دغو وسايطو کې ۱۲ عرادې هاموې امبولانس، ۴ عرادې رينجر امبولانس، ۳ عرادې انټرنيشنل داره کرينګ او يو عراده ټيلر شامل وو.