د ٢۱۷عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند د شمال ختیځ زون ٢۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صديق رض ساحوي نظامي ښوونیز مرکز له درې میاشتنيو فکري، عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه ۵۰۰ تنه ځوان منسوبین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو ځانګړو مراسمو کې ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدين «منصور» د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله، د شمال ختیځ زون ولايتونو يو شمېر واليانو، امنيه قوماندانانو او ګڼ شمیر مسؤلینو رئیسانو او مجاهدینو ګډون درلود.
د ۲۱۷ عمري قول اردو قومامدان یادو فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې تاسو د اسلامي نظام د ساتنې او حفاظت لپاره روزل شوي یاست له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه په کلکه دفاع وکړئ، د اسلامي امارت پياوړې او غښتلې اردو په اسلامي او ملي فکر روزل شوې ده چې د خپلې پاکې خاورې له حريم او ستاسې د عزت او ناموس ساتونکې ده.
په ورته مهال یادو فارغانو خپل ورزشي نمایشات او نظامي مانورونه په عالي نظم سره د مسؤلینو په حضور کې تر سره کړل او مشرانو ته یې ډاډ ورکړ، چې د خپل ولس او د هیواد له سرحداتو څخه به په کلکه دفاع کوي.
غونډه یادو فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.