خبرپاڼې
کندهار کې ملي اردو د لسګونو کسانو ژوند وژغوره
د ملي اردو ځواکونو په عملیاتو کې د کندهار ولایت میوند-ژیړۍ په عمومي لاره ۱۷ طالب ترهګر ووژل شول؛ د طالبانو خلکو د تګ راتګ په لارو کې ۴۸ ماینونه ځای پر ځای کړي وو, کشف او شنډ شول او د دښمن مواضع او
هلمند کې د طالبانو یو نښان ویشتونکی ووژل شو
د دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په دوام, تېره شپه د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ اړوند "عابد شبکه ارماني" د طالبانو یو نښان ویشتونکی د وسلې سره یو ځای له منځه یوړل شو.
لوګر کې ۶ طالبان د یو هوایي برید پر مهال ووژل شول
نن له غرمې ورورسته هوایي ځواکونو د لوګر ولایت مرکز اړوند "شکر قلعه" سیمه د طالبانو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې ۶ طالبان ووژل شول, وسلې او مهمات یې له منځه یوړل شول.
هلمند کې طالبانو د یو سرګروپ په ګډون ۸ ترهګر ووژل شول
هوايي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند «بولان» سیمه کې پر طالب ترهګرو بریدونه وکړل.
چې په پایله کې طالبانو د یو سرګروپ «هجرت» په ګډون ۸ ترهګر ووژل شول او ۴ تنه نور ټپيان شول.
لغمان کې ۴۸ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې پر ترهګرو بریدونه ترسره کړل.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷ طالبان ووژل شول، ۹۹ ټپيان او ۲۶ تنه ونیول شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۵۷ طالبان ووژل شول، ۹۹ ټپیان او ۲۶ تنه ونیول شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
لوګر کې د ۵ ماینونو کشف او شنډول
تېره ورځ طالب ترهګرو د لوګر ولایت مرکز اړوند «پورک» سیمه کې د ملکي او پوځي کسانو د تګ را تګ په لارو کې ۵ ماینونه ځای پر ځای کړي وو.
بغلان کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د ۱۲ طالب ترهګرو وژل کیدل
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو تجمع په نښه کړه.
په پایله کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۵ تنه ټپیان شول.
میدان وردګو کې طالبانو د لیزري قطعې ۷ غړي ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د میدان وردګو ولایت سید آباد ولسوالۍ اړوند په «اتري» سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.