خبرپاڼې
ملي اردو کابل کې د درې ترهګرویزو بریدونو مخنیوی وکړل
تېره ورځ ترهګرو طالبانو د کابل ولایت "سروبي" ولسوالۍ جګدلک اړوند سیمه کې د ملکي او پوځي کسانو وژلو او ورانکاره فعالیتونو ترسره کولو په موخه ۲ بشکه یي ماینونه ځای پرځای کړي وو.
کندهار کې د ۳۶ طالبانو وژل کېدو سره د لښکرګاه - کندهار عمومي لاره په بشپړ ډول پرانیستل شوه
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت میوند او ژیړۍ ولسوالیو کې طالبانو پروړاندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
په پایله کې ۳۶ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۹ طالبان ووژل شول او ۹۱ نور ټپيان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۷۹ طالبان ووژل شول او ۹۱ ټپیان شول.
همداراز د دښمن زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
بغلان کې د طالبانو دوه مهم غړو په ګډون ۵ ترهګر ووژل شول
تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ"شهر کهنه" او د بغلان- سمنګان "چشمه شېر" سیمه کې طالبان په نښه کړل.
هلمند کې ۴۳ ترهګر طالبان ووژل شول
د دفاعي او امنيتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه دبشران او بولان اړوند سیمو کې ترهګرو طالبانو مرکزونو او تجمع باندې عملیات ترسره کړل.
فراه کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۲۵ ترهګر ووژل شول
تېره شپه هوایي قواوو د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ"دهزک او کال قلعه" سیمه کې د طالبانو تجمع په نښه کړه.
په پایله د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۲۵ ترهګر ووژل شول.
غزني کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ دفاعي او امنيتي ځواکونو د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو باندې عملیات ترسره کړل.
پایله کې ۴طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.
هلمند په کجکي کې هوایي برید پر مهال ۱۳ طالبان ووژل شول
نن سهار هوایي قواوو د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۳ طالب ترهګر ووژل شول.
همداراز د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي.
فراه کې دفاعي او امنیتي ځواکونو ۱۹ طالبان ووژل
تېره ورځ دفاعي، امنیتي، کومانډو ځانګړو ځواکونو او د هوايي قواوو په ملاتړ، د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې طالبان په نښه کړل.
په پایله کې ۱۹ طالبان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.