هرات کې طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون ۵ ترهګر ته مرګ ژوبله واوښته
نن له غرمې مخکي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۳ ترهګر ووژل شول او د طالبانو تش په نوم ولسوال «ملاشهاب» په ګډون ۲ تنه ټپیان شول.
همدا راز په دغه عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې دي.