د زابل شاه جوی کې ۱۲ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د زابل ولایت «شاه جوی» ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۳ تنه ټپيان شول.
په دغه عملیاتو کې د دښمن، ۱ پیکا، ۱ کلاشینکوف، ۲ موټر سایکل، ۲ آیکم مخابرې لاسته راغلي او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
همدا راز د موټرو ضد ۸ ماینونه کشف او شنډ شول.