غزني کې ۴ طالبان ووژل شول او ۲ تنه ونیول شول
نن سهار کومانډو ځواکونو د غزني ولایت د ده یک او قره باغ ولسوالیو اړوندو سېمو کې عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۴ طالب ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ونیول شول.
همدا راز طالب ترهګرو د ملکي او پوځي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه د یاد ولایت قره باغ ولسوالۍ کې ۱۱ کړۍ ماینونه خښ کړي وو، چې د ملي اردو کمانډو ځواکونو له خوا کشف او د خلکو له هستوګنځای څخه وړاندې چاودنه ورکړه.