هرات کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانه ۴۱ کسان ازاد کړل

s.mohmand

تېره شپه  کمانډو ځانګړو ځواکونو هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ"مرواه"  کلي کې د ځانګړوعملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یو زندان څخه ۴۱ کسان خوشي کړي.

دغو ۴۱ کسانو کې ۱۹ پوځي ځواکونه او پاتې کسان ملکي کارکوونکي وو چې د طالبانو له زندانه ازاد کړل شول.

همداراز دغو عملیاتو کې ۷ ترهګر طالبان د کمانډو ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول، یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.