هلمند کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۱۳ غړي ووژل شول

s.mohmand

نن وروسته له غرمې هوایي ځواکونو د هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ"پوپلزو" سیمه کې د ترهګرو القاعده شبکې غړو او پټنځایونو باندې هوایي هدفمند عملیات ترسره کړل.

 په پایله کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې یو مهم قوماندان" حاجي الفت" ټپي او  ۱۳ نور غړي یې ووژل شول.

وژل شوي کسان حرفوي ماین جوړونکي وو او ترهګرو لپاره د شپې دو بین ګټه اخیستنې په برخه کې د زده کړې مسولین وو.