خبرپاڼې
په بدخشان کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په پنځه زره جریبه ځمکه د کوکنارو کښت له منځه یوړل شو
د بدخشان ولایت په ارګو او داریم ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ګډو عملیاتو په پایله کې له پیل څخه تر اوسه څه د پاسه پنځه زره جریبه ځمکه د کوکنارو کښت تخریب او له منځه یوړل شو.
ملي دفاع وزارت د بغلان په ګذرګاه نور کې له ۱۷۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه
د ملي دفاع وزارت د خپلو هيوادوالو د لاس نيوي په موخه دا ځل د بغلان، ګذرګاه نور ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۷۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړه.
د بغلان ولایت له سېلاب ځپلو سره د ملي دفاع وزارت له لوري دولس عراده انترنیشنل موتر خوراکي مرسته وشوه
په بغلان ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله له سېلاب ځپلو هیوادوالو سره د ملي دفاع وزارت له لوري دولس عراده انترنیشنل موتر خوراکي مرسته وشوه.
وضاحت!
نن ورځ د ملي دفاع وزارت اړوند هوایي ځواک یو بال روسي Mi17 ډوله چورلکه، په غور ولایت کې اوبو ته د لویدلو هیوادوالو د جسدونو راویستلو په موخه چې تېره ورځ په پلنکوچ ډوله موټر کې د هریرود سیند ته لوید
د هوايي او مدافعه هوايي ځواک په قوماندانۍ کې له ۶۰۰ تنه داوطلبانو څخه ازموینه واخیستل شوه
د ملي دفاع وزارت اړوند د هوایي او مدافعه هوایي ځواک قوماندانۍ په هوایي مدافعې پوهنتون کې د ازموینې ملي ادارې له لوري د لومړۍ دورې لپاره له ۶۰۰ تنه داوطلبانو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ اړوند ساحوي روغتون د متضرره هیوادوالو په خدمت بوخت دی
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ اړوند ۵۰ بستریز ساحوي روغتون په بغلان او تخار ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په موخه متضرره هیوادوالو د ژغورلو لپاره خپل صحي ټیمونه سیمې
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ د بغلان ولایت له ټپیانو سره د درملو مرسته وکړه
د ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ رهبرۍ د لارښوونې په اساس د یادې قوماندانۍ له مرکزي ډیپو څخه د بغلان ولایت ټپیانو او متضرره هېوادوالو ته د اولیه کمک په موخه ۱۵ قلمه اړین توکي او درمل مرسته وکړه.
د هوايی ځواکونو له لوري په بغلان ولایت کې سیلاب ځپلو ټپیانو ته خوراکي توکي ولیږدول
په بغلان کې د سېلاب ځپلو د عاجلې ژغورنې عملیاتو په دوام کې نن د هېواد د هوايي ځواکونو چورلکو ساحوي روغتون ته د سېلاب ځپلو ټپیانو د انتقال ترڅنګ متضررو هیوادوالو ته ګڼ شمېر خوراکي توکي د مزار شریف ه
د ملي اسلامي اوردو ځواکونه له خپلو بغلاني هېوادوالو سره اوږه په اوږه ولاړ دي
د بغلان ولایت په ډنډغوري، شهرنو، تاله او برفک، نهرین او برکه ولسوالیو کې له بې ساري سیلابونو سره، چې د سیمې اوسېدونکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي، د هېواد هوايي ځواکونو او د ملي اسلامي ارد