دوهم ځل اتلولي؛ د ملي اسلامي اردو د فوټبال لوبډلې د کابل د لیګ اتلولي خپله کړه

s.mohmand

د ملي اسلامي اردو لوبډلې د کابل د لیګ په سیالیو کې، چې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې د غوره لوبو په ترسره کولو سره وکولای شول چي د دوهم ځل لپاره د اتلولۍ جام خپل کړي؛ د دغو سیالیو په پایلوبه کې، د اردو ځوانانو د سولې له پیاوړي ټیم سره یوه مهمه لوبه وکړه او مقابل ټیم یې د ۲ – ۰ پایلې سره مات کړ، او د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره یې اتلولي خپله کړه.

د میوند کلپ لوبډله، چې د دې پړاو دویم مقام ته ورسېده، د اردو لوبډلې سره یو ځای د کابل سوپر لیګ ته د لار موندنې جواز ترلاسه کړ. د جایزو په برخه کې هم قاري فهیم د اردو له لوبډلې څخه د غوره ګول وهونکي، هجران‌الله د میوند کلپ څخه د غوره ګول ساتونکي، نصیر احمد د میوند کلپ څخه د غوره لوبغاړي، او داوودزي ټیم د غوره اخلاقو لرونکي لوبډلې په توګه جایزي ترلاسه کړې؛ د دې ټورنمنټ جایزې د مېلمنو او ورزشي مسؤولینو له لوري په ځانګړي ډول د بدني روزنې د عمومي رئیس احمدالله "وثیق" او د فوټبال فدراسیون د تخنیکي مرستیال احمدجان "ځدران" لخوا ورکړل شوې.

د ملي اسلامي اردو لوبغاړو، د ملي دفاع وزارت له هڅو څخه د قدردانۍ تر څنګ، ژمنه وکړه چې په اسلامي روحیې او انګېزې سره به، په ورزشي میدانونو او ورسپارل شوو دندو کې له پخوا څخه زیاتې هلې ځلې وکړي.