د ازبکستان هېواد څخه امریکا ته د افغانستان د هلیکوپترو د انتقال په اړه د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت غبرګون
راپورونه خپاره شول چې د هغو الوتکو له جملې څخه چې له افغانستان څخه د تیرې ادارې د سقوط په مهال ازبکستان هېواد ته انتقال شوې وي، ۷ پروازه هلیکوپترې امریکاته انتقال شوې دي.
اسلامي امارت په دې اړوند انديښمن دی، څرنګه چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي، او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا ازبکستان ته د تیښتې په مهال انتقال شوي دي، باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړل شي.
داچې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږ ته داسې کول د منلو نه دي، ځکه افغانان حق لري چې د خپل حق غوښتنه او پوښتنه کوي او هسمایه هیوادونه هم باید دافغانان حق ته درناوی ولري.
له امریکا څخه هم غواړو چې بیرته افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د را انتقالیدو په لاره کې خنډونه وانچوي؛ بلکه بیرته یې افغانانوته وسپاري.