د عقیدتي، فرهنگي او امر بالمعروف ریاست له لوري اصلاحي سيمينار پای ته ورسېد

s.mohmand

هغه اصلاحي سیمینار، چې د عقیدتي، فرهنگي او امر بالمعروف ریاست له خوا د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړ شوی و، خپله دوهمه اونی غونډه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو، احکامو، اصلاحی ویناوو، د شیوخو او علماء کرامو د ویناوو په وړاندې کولو سره پای ته ورسوله.

په دې سیمینار کې د ملي دفاع وزارت ټولو مسؤلینو او منسؤبینو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ټول احکام، فرمانونه، هدایتونه، د قرآن عظیم الشان ترجمه او تفسیر، د نبی کریم صلی الله علیه وسلم سیرت، او نور عقیدتی او اصلاحی موضوعات بیان شول، چې نن پای ته ورسېد.