د عبدالله بن مسعود رض د جګړهایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه ۱۵۱ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو (۱۵۱) تنه ځوان افسران د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړهایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړهایز ملاتړ او جګړهایزو تامیناتو ښوونځیو د بیلابیلو څانګو له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه نن د یادې قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله «مدني» په حضور د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مولوي نصیب الله «مدني» یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: "تاسو د اعداد له یوې برخې څخه فارغ شوي یاست، نو هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې د عصري ټکنالوژۍ او وسایلو کارول هم زده کړئ."
په ورته مهال، نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د خپل سر او وینو په بدل کې له اسلامي نظام او هېواد څخه ساتنه کوي، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.