د هیواد د وسله وال پوځ ستر درستیز په بدخشان ولایت کې د خلکو په یوه لویه راټولیدنه کې ګډون وکړ

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۵ - ۱۳:۹
د هیواد د وسله وال پوځ ستر درستیز په بدخشان ولایت کې د خلکو په یوه لویه راټولیدنه کې ګډون وکړ

د وسله وال پوځ ستر درستیز قاري فصيح الدين " فطرت" د هیواد شمال ختيځ زون ته د خپل رسمي سفر په دوام دا ځل بدخشان ولایت ته ولاړ او د دغه ولايت په ستره ولسي راټولیدنه کې يې ګډون او وينا وکړه.

په دغه غونډه کې د وسله وال پوځ ستر درستیز د یوې پرمختللې او باثباته ټولنې د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې او وې ویل: هوښیار او متمدن ملتونه د قومي مسایلو، ژبه، سمت  په غوړولو کې د دښمن له بې کفایتۍ سره سره هېڅکله د دښمن د دسیسو ښکار نه کیږي؛ او پردي هڅه کوي چې زموږ خلک سره جلا او په بیلابیلو نومونو سره بیل کړي.”

د وسله وال پوځ ستر درستیز د خپلې وینا په یوه برخه کې؛ د امنیت د تامین او په ټولنه کې د نظم د رامنځته کولو په برخه کې د اسلامي امارت د فعالیتونو په وړاندې د نړۍ د هیوادونو په غیر مسؤلانه دریځ نیوکه وکړه.

همداراز ستر درستیز د ټولو قومونو سوله ایز ژوند د مسلمانو وروڼو په توګه په اوسني نظام کې یو نه بیلیدونکی عنصر وباله او خلکو ته یې د دې کلتور د پیاوړتیا ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته