د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون او مل پلاوي سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
په دغه کتنه کې، ازبکستاني پلاوي په هيواد کې د بشپړ امنیت او اقتصادي پرمختګ په اړه خوښي وښوده او د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا يي ټينګار وکړ. همداراز د ملي دفاع سرپرست وزیر په نړيوال سټيج کې د افغانستان په اړه د ازبکستان هيواد د مثبت موقف څخه مننه وکړه او د دوه اړخيزو اړيکو په پراخوالي يي ټينګار وکړ.
د ليدنې په پای کې دواړو لوریو د سرحدي همکاريو د ښو اړیکو په درلودلو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.