د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل
د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.
ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو سربيره د افغانستان له خلکو سره د قطر هېواد د اوږد مهاله مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.
په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزیر قطر د افغانستان لپاره یو دوست او همکار هېواد وباله او د دې هېواد سره د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا يې ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو لورو د اقتصاد، سوداګرۍ او د دواړو مسلمانو او ملګرو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله کړل.