د هیواد د وسله وال پوځ ستر درستیز په بدخشان ولایت کې د خلکو په یوه لویه راټولیدنه کې ګډون وکړ
د وسله وال پوځ ستر درستیز قاري فصيح الدين " فطرت" د هیواد شمال ختيځ زون ته د خپل رسمي سفر په دوام دا ځل بدخشان ولایت ته ولاړ او د دغه ولايت په ستره ولسي راټولیدنه کې يې ګډون او وينا وکړه.
په دغه غونډه کې د وسله وال پوځ ستر درستیز د یوې پرمختللې او باثباته ټولنې د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې او وې ویل: هوښیار او متمدن ملتونه د قومي مسایلو، ژبه، سمت په غوړولو کې د دښمن له بې کفایتۍ سره سره هېڅکله د دښمن د دسیسو ښکار نه کیږي؛ او پردي هڅه کوي چې زموږ خلک سره جلا او په بیلابیلو نومونو سره بیل کړي.”
د وسله وال پوځ ستر درستیز د خپلې وینا په یوه برخه کې؛ د امنیت د تامین او په ټولنه کې د نظم د رامنځته کولو په برخه کې د اسلامي امارت د فعالیتونو په وړاندې د نړۍ د هیوادونو په غیر مسؤلانه دریځ نیوکه وکړه.
همداراز ستر درستیز د ټولو قومونو سوله ایز ژوند د مسلمانو وروڼو په توګه په اوسني نظام کې یو نه بیلیدونکی عنصر وباله او خلکو ته یې د دې کلتور د پیاوړتیا ډاډ ورکړ.