د اسلامي اردو د عقيدتي او فرهنګي قطعاتو او جزوتامونو منسوبين د عقيدتي سمينار څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د عقيدتي او فرهنګي چارو ریاست له لوري د اسلامي پوځ د مسوولینو د ظرفیت لوړونې درې ورځنی سیمینار، پای ته ورسید.
دا سیمینار د چارواکو د اجرایوي ظرفیتونو لوړونې، تجربو، جوماتونو، ښونې او روزنې، کار استقامت او فرهنګي چارو په برخه کې د زده کړو په موخه تر سره شو، په دغه سيمينار کې د مرکز او سيمه ايزو قول اردو ګانو د قطعاتو او جزوتامونو ۱۶۰ تنو منسوبينو، ګډون کړی وو.
د دې سیمینار څخه په زده کرې سره به دوی وکولای شي، چې د لارښوونو سره سم په اړوندو قطعاتو او جزوتامونو کې خدمت وکړي.
يادو منسوبينو د فراغت مراسم، د ملي دفاع وزارت د مسوولینو په ګډون او لازمو سپارښتنو سره پای ته ورسېدل.