د ٢٠٥ البدر قول اردو په مالي مرسته اروزګان ولايت کې د اوبو کانال د بيا رغولو چارې پيل شوې

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د ٢٠٥ البدر قول اردو د څلورمې پلي لوا انجينرۍ ټيم د تخنيکي وسايلو څخه په ګټه اخيستنه د اروزګان ولايت په بلوڅي سيمه کې د خونې پاڼ په نوم د اوبو کانال د بيا رغولو چارې پيل کړې.

د يادولو ده، چې د اوبو دغه کانال د تيرو سېلابونو له امله ويجاړ شوی وو، چې د يادې سيمې خلک يې اوبو د نشتوالي ستونزو سره مخ کړي وو

٠ همدا راز د ۲۰۵ البدر قول اردو په مالي مرسته په چټکۍ سره د ياد کانال د بيارغولو کار پيل شوی، چې راتلونکې کې به ترې شاوخوا ۷۰۰۰ کورنۍ برخمنې شي٠