خبرپاڼې
په کندهار ولایت کې یوه ( 530 MD) الوتکه الوتنې ته چمتو شوه
د کندهار ولایت د هوایي ځواک لوا د انجنیرۍ تخنیکي ټیم له لوري یو بال "530 MD"،الوتکه چې د تیرې ادارې په وخت کې تخریب شوې وه، بیرته ترمیم او الوتنې ته چمتو شوه.
په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ترميم شوي ټانکونه وازمويل شول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ټانګ کنډک په پولیګون کې د ترمیم شویو ټانکونو د ازمایښتي نښې ویشتلو په تړاو نوي ترميم شوي ټانکونه وازمويل شول.
په ننګرهار ولایت کې ۲۵ ميله وسلې او مهمات ونیول شول
د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د عبدالله بن مسعود د درېیمې پلې لوا دوهم کنډک زړورو مجاهدینو د یو کشفي راپور په اساس د ننګرهار ولايت په دور بابا ولسوالۍ کې ۲۵ میله اسلحې او ګڼ شمیر مهمات ونیول.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول
تیره ورځ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني نظامي فکري او عقیدوي زده کړو وروسته د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په میدان وردګو ولایت کې ګڼ شمیر مهمات ونیول شول
د میدان وردګو ولایت مرکز میدانښار سره پله سیمه کې د ملي دفاع وزارت اړوند زړورو مجاهدینو له لوري د یو کشفي راپور په اساس یو عراده تونس موټر له یو شمیر مهماتو سره ونیول شو.
د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۴ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۵۴ تنه مجاهدین د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي ( دلوژستیک عالي کورس) له دری میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروست
د۳۱۳ مرکزي قول اردو مجاهدینو د ۴۰۰ بستریز روغتون ناروغانو لپاره وینه ورکړه
د۳۱۳ مرکزي قول اردو دګارنیزون په کلینک کې د يادې قول اردو مسؤلینو او مجاهدینو د ۴۰۰ بستر روغتون زخمیانو او ناروغانو لپاره ( ۳۰۰۰۰)Cc وینه ورکړه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین فارغ شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو په تعلیمي مرکز کې له درییمې دورې څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین له درې میاشتني نظامي او مسلکي زده کړو وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامو مسؤلین د عامه خدمتونو له ښوونځي څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د عامه خدمتونو له ښوونځي څخه د مرکزي او سیمه ایزو قول اردوګانو ۴۰ تنو مجاهدینو د عامه چارو او حقوقو په برخه کې له مسلکي زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او د فراغت سند