۷۲۱تنه مجاهدین د ۲۱۵ عزم قول اردو ښوونیز مرکز څخه فارغ شول
د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند ښوراب تعليمي مرکز څخه د دريو مياشتو پرمختللو عقيدوي او مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته (۷۲۱) تنه مجاهدین فارغ شول.
په دغه مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان الحاج ملا شراف الدين تقي صاحب، د ملی دفاع وزارت تعلیماتو او پرسونلو معاونیت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي احمدالله صاحب، علماء کرامو او ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو.
مسؤلینو په ویناوو کې فارغ شویو مجاهدینو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې تر لاسه کړې مسلکي زده کړې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړي.
همدا راز په پای کې فارغ شویو مجاهدینو د اسلامي نظام د ساتنې او د هیواد دفاع لپاره په هر ډول حالاتو او د هیواد په هر ګوټ کې د خدمت لپاره چمتوالی وښود.
د غونډی په پای کې د ۲۱۵ عزم قول اردو د مشرتابه له لوري فارغ شوو مجاهدینو ته برۍ لیکونه ورکړل شول.