په خوست کې یوشمېر وسلې او مهمات نیول شوي دئ

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو د لومړئ پلي لوا مجاهدینو د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ د خوست ولایت د سپېرې ولسوالی په اړوند سیمه کې یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

په لاسته شوو سلاح او مهماتو کې یو غرنی هاوان، د هاوان ۱۸۳ ګولئ ، یو میل زیکویک، یوه دهشکه، د دهشکې ۱۶۲۸ مرمئ ، د امریکایی دهشکې ۳۶۰۰ مرمئ، د توغندي ۴۵ ګولئ ، د اګایز ۱۲۵ مهمات، ۱۲۵نارنجکه، ۵۰ لاسي بمونه، د دهشکې دوه جوړې پایې.

او یو شمیر نور مهمات شامل دي چې د یادو مجاهدینو د عملیاتو په پایله کې کشف او ضبط شوي دي.