د کابل- جلال اباد لویې لارې د بدیل سرک پراخوالي کار دوام لري
د ملي دفاع وزارت اړوند مرکزي قول اردو او انجینري لوا انجینری ټیمونه د کابل- جلال اباد لویې لارې د بدیلې لارې د پراخیدو په کار بوخت دي.
د دواړو طرفه د وسایط تګ او راتګ په بدیله لار یو اندازه رش او لار بندي یې را منځ ته کړې ، د ملي دفاع او ټولګټو وزارتونو انجینري ټیمونه په همغږئ سره دویم سرک جوړولو په لټه کې دي چې کار په شدت سره روان دی.
همدا راز د عمومې لاره په هغه سیمه کې چې د غر ښوېدنې احتمال وه هغه ستونزه د مرکزي قول اردو د پرسونلو له خوا هواره شوې او له منځه تللې ده.
د ملي دفاع وزارت پرسونل په هر ډول حالاتو کې د خپلو هیوادوالو په چوپړ کې دي او له هیواد والو غواړي چې د صبر او زغم څخه کار واخلي او د نظم په راوستلو کې مرسته وکړئ.