خبرونه
د ملي د فاع وزارت صحي ټیمونو د هرات ولایت زلزلې ځپلو هیوادوالو جسدونه تکفین او خاورو ته وسپارل
د ملي دفاع وزارت صحیه او مرستندویه مسلکي ټیمونه او د ۲۰۷ الفارق قول اردو منسوبینو او مجاهدینو په همکاری د هرات ولایت زلزلې ځپلو هيوادوالو تر ۳۰۰ زیات جسدونه چې د خاورو څخه د را ایستلو وروسته د ۲۰۷
د ملي دفاع وزارت روغتيايي ټيمونه د طبي توکو سره یو ځای هرات ته ولاړل
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ ځانګړې لارښوونې په اساس د صحيه قوماندانۍ یوه ډله چې مشري یې د ملي دفاع وزارت د طبي علومو اکاډمی قوماندان برید جنرال ډاکټر محمد اسماعیل "وردک" کوله په هرات کې د زلزلې له امله
د ٢٠٩الفتح قول اردو مجاهدینو دوه کسان له یو شمیر وسلو او مهماتو سره ونیول
د ٢٠٩الفتح قول اردو اړوند څلورمې لوا زړورو مجاهدینو د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د یو لړ پیچلو عملیاتو په ترڅ کې دوه کسان له یو شمېر وسلو اومهماتو سره ونیول.
د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو له لوري ۵۶ بورۍ بارودت ونیول شول
د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو کنډک بيداره مجاهدينو د یو کشفي راپور پر بنسټ د ننګرهار ولايت د اتمې حوزې دامان ساحه کې يو تن له ۵۶ بورۍ باروتو سره يوځای ونیول شو.
په پکتیا ولایت کې ګڼ شمېر وسلې ونیول شوې
د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند دوهمې سرحدي لوا اول سرحدي کنډک مجاهدینو لوري د یو کشفي راپور پر بنسټ په پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې یو شمیر وسلې ونیول شوې.
د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۵۳ تنه او د حضرت ابو عبیده ابن جراح ملي دفاع پوهنتون څخه ٣٠ تنه مجاهدین فارغ شول
د ملی دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۵۳ تنه د عامه چارو او حقوقی مشاوریتونو کارکوونکي د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځي د عام
په پروان ولایت کې یو پل جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو
د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ ولنګ سیمې کې د ٢٢١ شهید آفتاب رح فرقې اړوند پروان لوا له لوري یو پل چې ٢٥ متره اوږدوالۍ او دوه متره اویا ساتني عرض یې درلود، جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مجاهدینو ۳ تنه قاچاقبران ونیول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د میدان وردګو ولایت پنځمې پلې لوا زړورو مجاهدینو د یو کشفي راپور پر بنسټ ۳ تنه قاچاقبران له ۷۰ کیلو ګرامه نشه یي توکو سره یو ځای ونیول.
د ملي دفاع وزارت پلاوي د غلام خان بندر له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت پلاوي د مسلحو ځواکونو درستیزوال مولوي شبیر احمد "عثماني" په مشری په غلام خان بندر کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له سرحدي لوا او پوستو څخه لیدنه وکړه.