خبرپاڼې
د بلخ په کلدارې ولسوالۍ کې ۳۳ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، هوایي ځواکونو د بلخ ولایت کلدارې ولسوالۍ مرکز اړوند او شورتېپې ولسوالۍ د "توقي" په سیمه کې د ترهګرو طالبانو غونډې په نښه کړې.
پکتيا ولسونو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو، نظام او جمهوريت څخه ملاتړ اعلان کړ
نن د پکتيا ولايت ټولو ميشتو قومونو د يوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې چې په سلګونو قومي او جهادي مشرانو، ديني علماو او ځوانانو د دفاعي او امنيتي ځواکونو، نظام او جمهوريت څخه په کلکه د ملاتړ ترڅنګ د تر
غزني کې د ۲۶ ترهګرو طالبانو وژل کیدل
تیره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواو په ملاتړ، د غزني ولایت "ګیلان " ولسوالۍ اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.
هلمند کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون د ۹ ترهګرو وژل کیدل
تېره ورځ، افغان هوایي ځواکونو د هلمند ولایت ګرشک او نهرسراج ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
هرات کې ۲۲ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، هوايي ځواکونو د هرات ولایت ګلران ولسوالۍ اړوند د طالب ترهګرو تجمع په نښه کړه.
چې په پایله کې ۲۲ طالب ترهګر ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.
کندهار کې ۳۲ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت ژیړۍ او پنجوايي ولسواليو کې ترهګرو طالبانو باندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۶ طالبان ووژل شول ۸۲ ټپیان شول او ۶ نور ونیول شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۶۶ ترهګر طالبان ووژل شول، ۸۲ ټپیان شول او ۶ نور ونیول شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
مېدان وردګو کې ۱۰ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د مېدان وردګو ولایت مرکز اړوند د "کوچي قلعه" فولاد خان" او "خواجه میداني" په سیمو او چک ولسوالۍ "اله سنګ" کې ترهګر طالبان په نښه کړل.
ننګرهار کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د ننګرهار ولایت حصارک او شیرزادو ولسوالیو اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.