خبرپاڼې
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳۴ طالبان ووژل شول او ۱۰۳ ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۳۴ طالبان ووژل شول او ۱۰۳ ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
هرات کې ۵۰ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه هوايي ځواکونو د هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ اړوند «رباط نهال» سیمه کې د طالب ترهګرو په یو موټر بم او تجمع هدفمند برېدونه وکړل.
چې په پایله کې ۵۰ طالب ترهګر ووژل شول.
کندهار کې ۴ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۴ طالب ترهګر ووژل شول او ۲ تنه نور ټپیان شول.
سمنګان کې ۱۴ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه هوايي ځواکونو د سمنګان ولایت فیروز نخچیر ولسوالۍ اړوند «قوشمل» کلي کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۴ طالب ترهګر ووژل شول.
هلمند کې طالبانو د یو کلیدي قوماندان او ۲ پاکستاني تروریستانو په ګډون ۲۴ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د هلمند ولایت ګرمسیر او ناوې ولسوالیو اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیزو عملیات تر سره کړل.
پکتیکا کې ۳۵ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت سرحوزې ولسوالۍ اړوند «ګلردین» او «کجکي» سیمو کې پر طالب ترهګرو چاڼیزو عملیات تر سره کړل.
زابل کې د هوايي برېدونو په ترڅ کې ۱۱ طالب تروریستان ووژل شول
تېره ورځ هوايي ځواکونو د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۱ طالب تروریستان ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.
بلخ کې طالبانو د ۵ مخکښو غړو په ګډون ۸ تروریستان ووژل شول
تېره ورځ هوايي ځواکونو د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ په «اق کپرک» سیمه او د کشنده ولسوالۍ اړوند «قوشم سای» سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې طالبانو د ۴ مخکښو غړو:
بلخ کې د شمال زون له پاره طالبانو د استخباراتي مسؤل د ۵ ساتونکو سره ووژل شول
نن ورځ هوايي ځواکونو د بلخ ولایت چهار بولک ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې د شمال زون له پاره طالبانو د استخباراتو مسؤل له ۵ ساتونکو ووژل شول.