غزني کې ۱۳ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

نن سهار، دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د غزني ولایت مرکز اړوند «نو اباد» سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.

چې په پایله کې ۱۳ طالب ترهګر ووژل شول، ۹ تنه ټپیان شول او یاده سیمه د دشمن له شتونه پاکه شوه.

همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.