خبرپاڼې
د پکتیا د میرزکې ولسوالۍ د طالب ترهګرو د ولکې څخه په بشپړ ډول آزاده شوه
نن ګډو دفاعي او امنیتي ځواکونو د تورنجنرال جلال الدین (یفتلي) تر قوماندې لاندې د سیدکرم ولسوالۍ د بيرته نیولو بریالي عملیاتو په دوام نن د میرزکې ولسوالۍ د بیرته لاسته راوړلو په موخه عملیات ترسره کړ
ننګرهار کې ۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول
تېره ورځ طالب ترهګرو د ننګرهار ولایت شیرزادو اوحصارک ولسوالیو اړوندو سیمو کې د ملکي او پوځي کسانو نښه په موخه, ۳۵ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو.
کاپيسا کې ۱۰ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته
نن سهار، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کاپيسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند "جالو خیلو" کلي کې طالب ترهګر په نښه کړل.
مېدان وردګو کې ۸ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د مېدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ اړوند "حمزه خیلو" سیمه کې د طالب ترهګرو تجمع په نښه کړه.
کندز کې طالبانو د ۳ قوماندانانو په ګډون ۳۵ ترهګر ووژل شول
نن سهار هوایي ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب, خان اباد او ګورتپې ولسوالیو اړوندو سیمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
د فاریاب ولایت خانچارباغ ولسوالۍ طالبانو له واکه ووتله
د فاریاب ولایت اندخوي څلورګونو ولسوالیو د بیا نیولو عملیات پیل شول, خوشبختانه خانچهار باغ ولسوالۍ بشپړ د طالب ترهګرو له شتونه پاکه شوه.
د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ او ګیله ګي سیمې بیا ځلې طالبانو له واکه ووتې
د فاعي او امنیتي ځواکونو د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان برېد جنرال عباس "توکلي" په مشرۍ د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ ګیله ګي سیمو کې عملیات تر سره کړل, چې په ترڅ کې یادې سیمې د طالب ترهګرو له واکه بی
لوګر کې د هوایي برېد په ترڅ کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول
تېره شپه، هوایي ځواکونو د لوګر ولایت مرکز اړوند "پاد خواب شانه" سیمه کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۱۰ طالب ترهګر ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹ طالبان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول
دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۲۹ طالبان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.