پکتیا کې طالبانو د یو مخکښ غړي په ګډون ۲۷ ترهګر ووژل شول
تېره شپه, دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د پکتیا ولایت سید کرم او میرزکه ولسوالیو اړوندو سیمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې د یاد ولایت سید کرم او څمکنیو ولسوالیو له پاره طالبانو پوځي مسؤل "قاري جنت ګل" مشهور په "مصطفی" په ګډون, ۲۷ ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن ۱ موټر, ۳ موټر سایکلونه, یو شمېر وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.