خبرپاڼې
بغلان کې طالبانو د ۳ مخکښو قوماندانانو په ګډون ۱۵ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ هوايي ځواکونو د بغلان ولایت مرکز پلخمري او جلګه ولسوالۍ اړوند د طالب ترهګرو تجمعات په نښه کړل.
لغمان کې طالبانو د مخکښو قوماندانانو په ګډون تر ۱۱۰ زیاتو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته
تېره شپه دفاعي، امنیتي او کومانډو ځواکونو د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء په مشرۍ د لغمان ولايت مرکز، الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ګډ عمليات تر سره کړل.
زابل کې د ۲۳ طالب ترهګرو وژل کیدل
تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د زابل ولایت شهر صفا، شاه جوي او ارغنداب ولسوالیو اړوندو سېمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې ۲۳ طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه ټپیان شول.
بغلان کې د طالبانو زندان مات او ۸ تنه نظامیان ترې ازاد شول
تېره شپه کومانډو ځواکونو د بغلان ولایت بغلان جدید ولسوالۍ اړوند «عمر خیل» کلي کې پر طالب ترهګرو عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې یاد زندان مات او ۸ تنه امنیتي ځواکونه ترې آزاد شول.
د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا لغمان ولایت کې شتون لري او د ترهګرو پروړاندې د عملیاتو مشري کوي!
دفاعي او امنیتي ځواکونو توان او قوت باندې باور ولرئ، دغه ځواکونه به ترهګرو ته اجازه ورنکړي ترڅو لغمان اوسیدونکو ته تاوان ورسوي.
لغمان به د ترهګرو له شتونه پاک شي.
مېدان وردګو کې دموټر بم برید مخه ونیول شوه
نن مازدیګر ترهګرو طالبانو غوښتل د چاودیدونکو توکو ډک موټر د مېدان وردکو ولایت سیداباد ولسوالۍ"تنګي" اړوند سیمه کې د ملکي او پوځي ځواکونو باندې برید ترسره کړي.
په لغمان کې کمانډویان مستقر شول!
زیات شمیر کمانډو ځواکونه په لغمان کې ځاي پر ځای شول او ددغه ولایت د اسیدونکو له ځان او مال څخه به ساتنه وکړي.
بادغیس کې ۵ طالب ماین ایښودونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن مخکې له غرمې ترهکرو طالبانو بادغیس ولایت جوند ولسوالۍ"باریکي تخربات" سیمه کې دملکي او پوځي کسانو وژلو په موخه ماینونه ځای پرځای کول، چې خپل ماین ورباندې چاودنه وکړه.
هلمند کې طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۸ ترهګر ووژل شول
تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ اړوندو سېمو کې طالب ترهګر په نښه کړل.