لوګر کې ۶ طالب ترهګر ووژل شول او ۳ تنه ونیول شول
تېره شپه کمانډو ځواکونو د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ اړوند پر طالب ترهګرو عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۶ طالبان ووژل شول او ۳ تنه نور ونیول شول.
همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې او تجهیزات د ملي اردو لاسته راغلل او ۲ موټرونه يې وسوزول شول.