کونړ کې طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۲ ماین ایښودونکي ووژل شول

s.mohmand

تیره شپه  طالب ترهګرو غوښتل چې د کونړ ولايت سرکاڼو ولسوالۍ «ګنجګل درې» په «کوټکي» سېمه کې د ملکي او پوځي کسانو نښه کولو په موخه ماین ځای پر ځای کړي.

دغې ناوره موخې ته تر رسیدو مخکې پرې خپل ماین چاودنه وکړه، چې په پایله کې طالبانو د سرې قطعې قوماندان «ضیاء الله» او ماين خښونکی «عزیزالله»، ۲ تنه تروریستان ووژل شول.