په بغلان کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۵ طالب ترهګر ووژل شول
نن هوایي ځواکونو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند "وردک ها" او "قیصر خیلو" کلیو کې د طالب ترهګرو تجمع او پټنځای په نښه کړل.
چې په پایله کې، ۱۵ طالبان ووژل شول او د طالبانو د یوه مخکښ قوماندان "خواجه" په ګډون، ۴ نور ټپیان شول.
همدا راز په دې بریدونو کې د دښمن، یوه دهشکه، ۱۵ میله بیلابیل ډوله وسلې، ۳ موټره، ۲ موټر سایکلونه، ۲ پټنځایونه او د مهماتو او چاودیدونکو توکو یو لوی زیرمتون له منځه یوړل شول.