هرات کې طالبانو د پوځي مسؤل په ګډون ۱۲ ترهګر ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ اړوند طالب ترهګر په نښه کړل.
چې په پایله کې د یادې ولسوالۍ له پاره طالبانو د قوماندانانو له ډلې یو قوماندان او پوځي مسؤل "مولوي سعید محمد حماسي" په ګډون, ۱۲ طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.