په تندر قول اردو کې په شرايطو برابر ۸۰۰ ځوانان د ملي اردو په لیکو کې جذب شول

s.mohmand
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۲۰:۴۷
په تندر قول اردو  کې په شرايطو برابر ۸۰۰ ځوانان د ملي اردو په لیکو کې جذب شول

‏‎ په ۲۰۳ تندر قول اردو کې ۸۰۰ په شرایطو برابر ځوانان دخپلې خاورې او ولس د ساتنې په موخه د ملي اردو په لیکو کې جذب شول.

دغه مراسم نن د ۲۰۳ تندر قول اردو کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر شمیم خان "کټوازي"، د پکتیا والي، د تندر قول اردو قوماندان، سیمه ییزو چارواکو او د یاد قول اردو د افسرانو او منسوبینو په ګډون ترسره شوه.

په دغو مراسمو کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان د ټولو پوځي منسوبینو په استازیتوپ د تازه جذب شویو سرتېرو کورنیو او په ټوله کې د پکتیا له ولسونو د زړه له کومې مننه وکړه، چې د خپلو کورنیو غړي یې د ملي اردو لیکو ته سوق کړل.

دغه سرتیري به د نورو اتلانو په خوا کې د خپلو هېوادوالو د ځان او مال د ساتنې په موخه مبارزه وکړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته