په تندر قول اردو کې په شرايطو برابر ۸۰۰ ځوانان د ملي اردو په لیکو کې جذب شول

په ۲۰۳ تندر قول اردو کې ۸۰۰ په شرایطو برابر ځوانان دخپلې خاورې او ولس د ساتنې په موخه د ملي اردو په لیکو کې جذب شول.
دغه مراسم نن د ۲۰۳ تندر قول اردو کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر شمیم خان "کټوازي"، د پکتیا والي، د تندر قول اردو قوماندان، سیمه ییزو چارواکو او د یاد قول اردو د افسرانو او منسوبینو په ګډون ترسره شوه.
په دغو مراسمو کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان د ټولو پوځي منسوبینو په استازیتوپ د تازه جذب شویو سرتېرو کورنیو او په ټوله کې د پکتیا له ولسونو د زړه له کومې مننه وکړه، چې د خپلو کورنیو غړي یې د ملي اردو لیکو ته سوق کړل.
دغه سرتیري به د نورو اتلانو په خوا کې د خپلو هېوادوالو د ځان او مال د ساتنې په موخه مبارزه وکړي.