د ملي دفاع وزارت سرپرست د پکتیا ولایت له علماوو، د بیلابیلو قومونو له مشرانو او متنفذینو سره ولیدل
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله "محمدي" نن ۲۰۳ تندر قول اردو ته د سفر په ترڅ کې د هېواد له امنیتي ځواکونو سره د اختر مبارکۍ په خوا کې، د پکتیا ولایت د بیلابیلو قومونو له مشرانو، متنفذینو او جیدو علماوو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت دغو مشرانو په امنیتي برخه کې خپلې یوشمیر ستونزې د ملي دفاع وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست ددغو مشرانو د ستونزو د حل په موخه اړوندو چارواکو ته لازم هدایات صادر کړل.
همداراز د ملي دفاع وزارت سرپرست د دفاعي او امنیتي ځواکونو له برحقې مبارزې څخه د پکتیا ولایت د علماوو او قومي مشرانو له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه وویل: "زمونږ جګړه په هېواد کې د سولې او ټیکاوو د ټینګښت په موخه ده او په هېواد کې د تروریزم د جرړو د له منځه وړلو په موخه جدي او قاطع اراده لرو."
همداراز د پکتیا ولایت دغو مشرانو د دفاعي او امنیتي ځواکونو د مبارزې په مشروع بللو سره یو ځل بیا د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلام کړ.